سوره الرعد (رعد) (آیت 23)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




13 الرعد(الرعد)، آیت ۲۳

جَنَّاتُ عَدْنٍ يَدْخُلُونَهَا وَمَنْ صَلَحَ مِنْ آبَائِهِمْ وَأَزْوَاجِهِمْ وَذُرِّيَّاتِهِمْ ۖ وَالْمَلَائِكَةُ يَدْخُلُونَ عَلَيْهِمْ مِنْ كُلِّ بَابٍ 23 ٢٣

چې د تل اوسېدلو جنتونه دي، دوى به هغو ته داخلېږي، او هغوى هم چې صالح وي د دوى له پلرونو څخه او د دوى له جوړو (ښځو) څخه او د دوى له اولادونو څخه۔ او ملايك به په دوى باندې له هرې دروازې نه ورننوځي (۲۳)

تفسیر
دغه ستايل شوې پايله جنتونه دي تل به پکښې له پېرزوينو برخمن اوسيږي، په هغو کې د پېرزوينو له بشپړوالي څخه يې دا دي چې له پلرونو، ميندو، مېرمنو، او له اولادونو به يې هغه څوک ورسره ننوځي چې په نېغه لار وو ترڅو د هغوی په ليدو يې خوښي بشپړه شي او په جنت کې به د هغوی د کورونو له ټولو دروازو پرېښتې پرې مبارکي ويونکې ننوځي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ