سوره الرعد (رعد) (آیت 26)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




13 الرعد(الرعد)، آیت ۲۶

اللَّهُ يَبْسُطُ الرِّزْقَ لِمَنْ يَشَاءُ وَيَقْدِرُ ۚ وَفَرِحُوا بِالْحَيَاةِ الدُّنْيَا وَمَا الْحَيَاةُ الدُّنْيَا فِي الْآخِرَةِ إِلَّا مَتَاعٌ 26 ٢٦

الله روزي فراخوي چا ته چې وغواړي او تنګوي يې (چا ته چې يې وغواړي) او دوى په دنيايي ژوند خوشحاله شوي دي او دنيايي ژوند د اخرت په مقابله كې نه دى مګر لږه متاع (سامان) (۲۶)

تفسیر
چاته چې الله وغواړي روزي يې پراخوي او تنګوي يې له بندګانو يې چې چاته وغواړي، د روزۍ پراخوالی د نېکمرغۍ نښه نده او نه د الله د مينې، نه يې تنګي د بدبختۍ نښه ده، کافران د دنيا په ژوند خوشحاله شول؛ نو کاږه شول او پر هغو ډاډه شول او د دنيا ژوند د آخرت په وړاندې يوازې تلونکې لږ توښه ده.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ