سوره الرعد (رعد) (آیت 27)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




13 الرعد(الرعد)، آیت ۲۷

وَيَقُولُ الَّذِينَ كَفَرُوا لَوْلَا أُنْزِلَ عَلَيْهِ آيَةٌ مِنْ رَبِّهِ ۗ قُلْ إِنَّ اللَّهَ يُضِلُّ مَنْ يَشَاءُ وَيَهْدِي إِلَيْهِ مَنْ أَنَابَ 27 ٢٧

او وايي هغه كسان چې كفر يې كړى دى: په ده باندې د خپل رب له جانبه كومه نښه (معجزه) ولې نه ده نازله كړى شوې؟ ته (ورته) ووایه: بېشكه الله چې چا ته وغواړي ګمراه كوي يې او خپل طرف ته هغه چا ته هدایت كوي چې رجوع وكړي (۲۷)

تفسیر
او هغه کسان چې پر الله او د هغه پر نښانو يې کفر کړی وايي: ولې پر محمد د خپل پالونکي لخوا يې کومه حسي نښه نده راغلې چې پر رېښتينولي يې دلالت وکړي؛ نو موږ به پرې ايمان راوړو، دغو وړانديز کوونکو ته ووایه ای رسوله!: بېشکه الله په خپل عدل سره چې چاته وغواړي لار ترې ورکوي او په خپله پېرزوينه لارښوونه کوي هغه چاته چې په توبه اېستلو ورګرځي، لارښوونه د هغوی په لاس کې نده چې د نښانو له را تګ سره يې تړاو ورکړي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ