سوره الرعد (رعد) (آیت 28)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




13 الرعد(الرعد)، آیت ۲۸

الَّذِينَ آمَنُوا وَتَطْمَئِنُّ قُلُوبُهُمْ بِذِكْرِ اللَّهِ ۗ أَلَا بِذِكْرِ اللَّهِ تَطْمَئِنُّ الْقُلُوبُ 28 ٢٨

هغه كسان چې ایمان يې راوړى دى او د هغوى زړونه د الله په ذكر سره مطمئن كېږي، خبردار شئ! د الله په ذكر سره زړونه مطمئن كېږي (۲۸)

تفسیر
دوی هغه کسان دي چې الله يې لارښوونه کړې ده، همدوی هغه کسان دي چې ايمان يې راوړی او زړونه يې د الله په ياد، د هغه په پاکۍ بيانولو، ستاينه، د هغه د کتاب په لوستلو، اورېدلو او له دغه پرته پر نور ډول ډول يادونو آراميږي، خبر اوسئ يوازې د الله په ياد سره زړونه آراميږي او هغه د دې ډېر وړ دي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ