سوره الرعد (رعد) (آیت 32)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




13 الرعد(الرعد)، آیت ۳۲

وَلَقَدِ اسْتُهْزِئَ بِرُسُلٍ مِنْ قَبْلِكَ فَأَمْلَيْتُ لِلَّذِينَ كَفَرُوا ثُمَّ أَخَذْتُهُمْ ۖ فَكَيْفَ كَانَ عِقَابِ 32 ٣٢

او یقینًا یقینًا له تا نه مخكې رسولانو پورې استهزا (او مسخرې) شوې وې، نو ما كافران شويو خلقو ته مهلت وركړ، بیا مې هغوى ونیول، نو (بیا) زما عذاب څنګه و؟ (۳۲)

تفسیر
ته لومړی هغه رسول نه يې چې قوم يې درواغجن ګڼلی او ملنډې يې پرې وهلې دي، بېشکه له تا مخکې ای رسوله! امتونو پر خپلو رسولانو ملنډې وهلي دي او درواغجن يې ګڼلي دي، خو ما هغو کسانو ته چې پر خپلو رسولانو يې کفر کړی، مهلت ورکړی، تر دې چې هغوی دا ګومان وکړ چې زه يې تباه کوونکی نه يم، بيا وروسته له مهلته مې په ډول ډول سزاوو ونيول؛ نو هغوی لره دې زما سزا څنګه وليده؟ بېشکه سخته سزا وه.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ