سوره الرعد (رعد) (آیت 35)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




13 الرعد(الرعد)، آیت ۳۵

مَثَلُ الْجَنَّةِ الَّتِي وُعِدَ الْمُتَّقُونَ ۖ تَجْرِي مِنْ تَحْتِهَا الْأَنْهَارُ ۖ أُكُلُهَا دَائِمٌ وَظِلُّهَا ۚ تِلْكَ عُقْبَى الَّذِينَ اتَّقَوْا ۖ وَعُقْبَى الْكَافِرِينَ النَّارُ 35 ٣٥

د هغه جنت حال چې له متقیانو سره يې وعده شوې ده (دا دى چې) د هغه له لاندې ولې بهېږي، د هغه مېوې همېشنۍ دي او د هغه سیورى هم، دغه (جنت) د هغو كسانو انجام (او د رجوع ځاى) دى چې پرهېزګاري كوي او د كافرانو انجام اور دى (۳۵)

تفسیر
د هغه جنت صفت چې الله يې له ځان ساتونکو سره ژمنه کړې د هغه د حکمونو پر ځای کولو او له نواهيوو يې په ډډه کولو سره چې تر ماڼيو او ونو لاندې به يې نهرونه بهيږي، مېوې به يې تل وي نه به ختميږي د دنيا د مېوو سر چپه، سيوری به يې تل وي نه به ورکيږي او نه به ټوليږي، دغه د هغو کسانو پايله ده چې له الله څخه د هغه د حکمونو پر ځای کولو او له نواهيوو يې په ډډه کولو وېريږي او د کافرانو پايله اور دی ورننوځي به تل به پکښې اوسېدونکي وي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ