او یقینًا یقینًا مونږ له تا نه مخكې رسولان لېږلي وو او مونږ دوى ته ښځې او اولادونه وركړي وو، او د هېڅ رسول لپاره دا اختیار نه و چې كومه معجزه راوړي مګر د الله په اذن (او حكم) سره۔، د هرې یوې مودې لپاره یو لیك دى (۳۸)
تفسیر
له تا مخکې مو ای رسوله! له انسانانو رسولان لېږلي، ته له رسولانو نوی نه يې، هغوی لره مو مېرمنې ګرځولې، هغوی لره مو د ټولو انسانانو غوندې اولادونه ګرځولي، هغوی مو پرېښتې نه دي ګرځولې، چې نه ودونه کوي او نه اولادونه زيږوي او ته له همدغو رسولانو يې چې هغوی انسانان دي ودونه کوي اولادونه زيږوي؛ نو مشرکان ستا له داسې کېدو ولې حيرانيږي؟ د رسول لپاره سمه نده چې له ځانه کومه نښانه راوړي خو دا چې الله د هغې د راوړلو اجازه وکړي، د هر کار لپاره چې الله يې پرېکړه کړې کتاب شته چې دغه پکښې ياد شوي دي او داسې نېته شته چې نه مخته کيږي او نه وروسته.