سوره الرعد (رعد) (آیت 3)
لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.
13
الرعد(الرعد)، آیت ۳
وَهُوَ الَّذِي مَدَّ الْأَرْضَ وَجَعَلَ فِيهَا رَوَاسِيَ وَأَنْهَارًا ۖ وَمِنْ كُلِّ الثَّمَرَاتِ جَعَلَ فِيهَا زَوْجَيْنِ اثْنَيْنِ ۖ يُغْشِي اللَّيْلَ النَّهَارَ ۚ إِنَّ فِي ذَٰلِكَ لَآيَاتٍ لِقَوْمٍ يَتَفَكَّرُونَ
او دى همغه ذات دى چې ځمكه يې غوړولې ده او په هغې كې يې پاخه غرونه او نهرونه جوړ كړي دي او له هر قسمه مېوو نه يې په دغې كې دوه دوه جوړې پېدا كړي دي، هغه په شپې سره ورځ پټوي، بېشكه په دې كې د هغو خلقو لپاره لازمًا نښې دي چې فكر (او غور) كوي (۳)
تفسیر
او هغه پاک ذات دی چې ځمکه يې غوړولې ده او په هغې کې يې ټينګ ولاړ غرونه پيداکړي دي، تر څو پر خلکو ونه خوځيږي، د اوبو ويالې يې پکې بهولې دي، تر څو خلک، څاروي يې، کښتونه يې او هر ډول مېوې يې پرې اوبه کړي، په هغو کې يې دوه ډوله لکه نارينه او ښځینه د څارويو ګرځولي دي، شپه يې ورځې ته ور اغوستې ده، چې له رڼا وروسته تياره ګرځېدلې ده، پرته له شکه په دغو يادو کې د هغو خلکو لپاره دلائل او برهانونه دي چې د الله په پيدايښت کې فکر کوي او غور پکې کوي؛ نو همغوی دي چې له دلائلو او برهانونو ګټه پورته کوي.
په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ
📖 د سورتونو ورته نومونه چې تاسو یې لټوئ: