سوره الرعد (رعد) (آیت 40)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




13 الرعد(الرعد)، آیت ۴۰

وَإِنْ مَا نُرِيَنَّكَ بَعْضَ الَّذِي نَعِدُهُمْ أَوْ نَتَوَفَّيَنَّكَ فَإِنَّمَا عَلَيْكَ الْبَلَاغُ وَعَلَيْنَا الْحِسَابُ 40 ٤٠

او كه لازمًا مونږ تا ته ځینې له هغه (عذاب) نه وښیو چې دوى ته يې مونږ وعده وركوو، یا خامخا مونږ تا وفات كړو، نو په تا خو يواځې تبلیغ كول دي او پر مونږ باندې حساب كول دي (۴۰)

تفسیر
او که موږ تاته در وښيو ای نبي! ځينې هغه سزا چې له هغوی سره مو ژمنه کړې مخکې ستا تر مړينې؛ نو دا زموږ کار دی او که دې مړ کړو مخکې تردې چې تاته هغه دروښيو؛ نو پر تا يوازې د هغه څه رسونه ده چې پر رسولو مو امر درته کړی او پرتا د هغوی سزا او د هغوی حساب نشته، دغه پر موږ دي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ