سوره الرعد (رعد) (آیت 4)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




13 الرعد(الرعد)، آیت ۴

وَفِي الْأَرْضِ قِطَعٌ مُتَجَاوِرَاتٌ وَجَنَّاتٌ مِنْ أَعْنَابٍ وَزَرْعٌ وَنَخِيلٌ صِنْوَانٌ وَغَيْرُ صِنْوَانٍ يُسْقَىٰ بِمَاءٍ وَاحِدٍ وَنُفَضِّلُ بَعْضَهَا عَلَىٰ بَعْضٍ فِي الْأُكُلِ ۚ إِنَّ فِي ذَٰلِكَ لَآيَاتٍ لِقَوْمٍ يَعْقِلُونَ 4 ٤

او په ځمكه كې څنګ په څنګ پیوستې ټوټې دي او د انګورو باغونه دي او فصلونه دي او د كجورو ونې دي چې له یوه بېخه پورته شوي دي او ځینې ځان ته (جدا) بېخ لري، چې په یوه قسم اوبو سره اوبه كولى شي۔ او مونږ په هغو كې ځينو ته په نورو باندې په مېوه (او خوند) كې فضيلت وركوو، بېشكه په دې كې د هغو خلقو لپاره یقینًا نښې دي چې د عقل نه كار اخلي (۴)

تفسیر
په ځمکه کې نږدې نږدې برخې دي، په هغې کې د انګورو باغونه دي، کښتونه دي پکښې او په يو بېخ او په بېلوبېلو بېخونو پورې د خرما ونې دي، په يو اوبو دغه باغونه او کښتونه خړوبیږي، سره له دې چې يو او بل ته نږدې دي او په يو ابو اوبيږي موږ په خوند او نورو ګټو کې يې ځينو ته پر ځينو غوراوی ورکوو، په دغه ياد شویو کې دلائل او برهانونه دي د هغه قوم لپاره چې له عقل څخه کار اخلي، ځکه هغوی داسې کسان دي چې له ترې پند اخلي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ