سوره الرعد (رعد) (آیت 5)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




13 الرعد(الرعد)، آیت ۵

وَإِنْ تَعْجَبْ فَعَجَبٌ قَوْلُهُمْ أَإِذَا كُنَّا تُرَابًا أَإِنَّا لَفِي خَلْقٍ جَدِيدٍ ۗ أُولَٰئِكَ الَّذِينَ كَفَرُوا بِرَبِّهِمْ ۖ وَأُولَٰئِكَ الْأَغْلَالُ فِي أَعْنَاقِهِمْ ۖ وَأُولَٰئِكَ أَصْحَابُ النَّارِ ۖ هُمْ فِيهَا خَالِدُونَ 5 ٥

او كه ته تعجب كوې، نو د دوى (دا) خبره ډېره عجیبه ده چې (وايي:) ایا چې كله مونږ خاورې شو، ایا نو مونږ به په رښتيا نوي تخلیق كې یو (بيا به له نوي سره پيدا كولى شو)؟ دوى همغه كسان دي چې په خپل رب سره كافران شوي دي او دغه كسان دي چې طوقونه به يې په غاړو كې وي او دغه كسان د اور ملګري دي، دوى به په هغه كې تل ترتله وي (۵)

تفسیر
که ته له څه حيرانېږې ای رسوله!؛ نو زيات حق دا دی چې د هغوی لخوا د بېرته را پاڅېدو په درواغ ګڼلو او په نټه يې د هغوی په دې وينا له استدلال کولو حيران شې: کله چې موږ مړه، خاورې او وراسته زاړه هډوکي شو بېرته به راپاڅول کېږو او ژوندي کېږو به؟! همدوی له مرګ څخه وروسته د بېرته راپاڅېدو څخه نټه کوونکي هغه کسان دي چې په خپل پالونکي يې کفر کړی، له مرګ وروسته په بېرته راپاڅولو د هغه له قدرت يې نټه کړې ده، د قيامت په ورځ به د دوی په غاړو کې د اور ځنځيرونه ور اچول کيږي، دوی د اور خلک دي، تل به پکښې پاتې کېدونکي وي، له منځه تلل به نه ورته راځي او نه به ترې سزا پرې کيږي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ