سوره الرعد (رعد) (آیت 6)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




13 الرعد(الرعد)، آیت ۶

وَيَسْتَعْجِلُونَكَ بِالسَّيِّئَةِ قَبْلَ الْحَسَنَةِ وَقَدْ خَلَتْ مِنْ قَبْلِهِمُ الْمَثُلَاتُ ۗ وَإِنَّ رَبَّكَ لَذُو مَغْفِرَةٍ لِلنَّاسِ عَلَىٰ ظُلْمِهِمْ ۖ وَإِنَّ رَبَّكَ لَشَدِيدُ الْعِقَابِ 6 ٦

او دوى له تا نه د نېكۍ (رحمت) نه مخكې بدي ژر غواړي او یقینًا له دوى نه مخكې (له عبرته ډك) عذابونه تېر شوي دي او بېشكه ستا رب د خلقو لپاره د هغوى د ظلم باوجود یقینًا د لوى مغفرت والا دى او بېشكه ستا رب یقینًا ډېر سخت عذاب والا دى (۶)

تفسیر
ای رسوله! مشرکان له تا د سزا په غوښتنه کې بيړه کوي، مخکې د هغو پېرزوينو له پوره کولو چې الله هغوی ته ليکلي دي د هغې سزا راتګ پرې ورو احساسوي، له هغوی مخکې په درواغ ګڼونکو امتنونو ورته سزاوې راغلې دي؛ نو آيا پند ترې نه اخلي؟ بېشکه ستا پالونکی ای رسوله! د خلکو لپاره بښونکی دی سره د هغوی له ظلمه، په سزا ورکولو کې بيړه نه کوي ترڅو الله ته توبه وباسي، د سختې سزا ورکوونکی دی هغوکسانوته چې په خپل کفر ټينګار کوونکي دي که چېرې هغوی توبه ونه باسي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ