سوره ابراهیم (آیت 18)
لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.
14
ابراهیم(إبراهيم)، آیت ۱۸
مَثَلُ الَّذِينَ كَفَرُوا بِرَبِّهِمْ ۖ أَعْمَالُهُمْ كَرَمَادٍ اشْتَدَّتْ بِهِ الرِّيحُ فِي يَوْمٍ عَاصِفٍ ۖ لَا يَقْدِرُونَ مِمَّا كَسَبُوا عَلَىٰ شَيْءٍ ۚ ذَٰلِكَ هُوَ الضَّلَالُ الْبَعِيدُ
حال د هغو كسانو چې په خپل رب سره كافران شوي دي، د دوى عملونه د هغه ايرو په شان دي چې په سخته بادي ورځ كې پرې تیز باد راوالوځي، دوى به له خپلو كړو عملونو نه په هېڅ شي قادره نشي۔، همدغه ډېره لرې ګمراهي ده (۱۸)
تفسیر
د کافرانو د هغه ښو کارونو چې وړاندې کوي يې لکه صدقه، ښېګڼه او پر کمزوري شفقت بېلګه داسې ده لکه د هغه رېګ چې د سختو بادونو په ورځ سخته هوا ورپسې ولګيږي؛ په ځواک يې پورته کړي او په هرځای کې يې وشيندي، تردې چې هيڅ اغېز يې پاتې نشي، همدا رنګه د کافرانو په کړنو پسې د کفر هوا لګېدلې ده؛ نو د قيامت په ورځ به يې څښتنان ترې ګټه پورته نکړي، دا هغه عمل دی چې پر ايمان يې بنسټ نه دی اېښودل شوی، چې هغه د حق له لارې لرې لارورکي ده.
په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ
📖 د سورتونو ورته نومونه چې تاسو یې لټوئ: