Landscape MP4 Vertical MP4

سورت ابراهیم — آیت 18 (پښتو) — ویډیو

ابراهیم • آیت نمبر 18 (ټولې 52 آيتونه) • پښتو


مَثَلُ الَّذِينَ كَفَرُوا بِرَبِّهِمْ ۖ أَعْمَالُهُمْ كَرَمَادٍ اشْتَدَّتْ بِهِ الرِّيحُ فِي يَوْمٍ عَاصِفٍ ۖ لَا يَقْدِرُونَ مِمَّا كَسَبُوا عَلَىٰ شَيْءٍ ۚ ذَٰلِكَ هُوَ الضَّلَالُ الْبَعِيدُ 18
ترجمه:
حال د هغو كسانو چې په خپل رب سره كافران شوي دي، د دوى عملونه د هغه ايرو په شان دي چې په سخته بادي ورځ كې پرې تیز باد راوالوځي، دوى به له خپلو كړو عملونو نه په هېڅ شي قادره نشي۔، همدغه ډېره لرې ګمراهي ده ابراهیم ۱۴:۱۸
تفسیر:
د کافرانو د هغه ښو کارونو چې وړاندې کوي يې لکه صدقه، ښېګڼه او پر کمزوري شفقت بېلګه داسې ده لکه د هغه رېګ چې د سختو بادونو په ورځ سخته هوا ورپسې ولګيږي؛ په ځواک يې پورته کړي او په هرځای کې يې وشيندي، تردې چې هيڅ اغېز يې پاتې نشي، همدا رنګه د کافرانو په کړنو پسې د کفر هوا لګېدلې ده؛ نو د قيامت په ورځ به يې څښتنان ترې ګټه پورته نکړي، دا هغه عمل دی چې پر ايمان يې بنسټ نه دی اېښودل شوی، چې هغه د حق له لارې لرې لارورکي ده.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ ابراهیم • آیت 17 راتلونکې ابراهیم • آیت 19