ایا ته نه وینې چې بېشكه الله اسمانونه او ځمكه په حقه سره پیدا كړي دي، كه هغه وغواړي (، نو) تاسو به ختم كړي او نوي خلق به راولي ابراهیم ۱۴:۱۹ ⧉
تفسیر:
ای انسانه ته نه پوهېږې! چې الله آسمانونه او ځمکه په حقه پيداکړي دي، بې ځايه يې نه دي پيداکړي، ای خلکو! که ستاسو له منځه تلل او ستاسو پر ځای بل داسې مخلوق راوستل وغواړي چې د هغه عبادت وکړي او پيروي يې وکړي، هرومرو به مو له منځه يوسي او بل مخلوق به راوړي چې عبادت يې وکړي او پيروي يې وکړي، دغه کار هغه ته آسانه دی.