چې هغه به په تكلیف سره ګوټ ګوټ څښي او نژدې به نه وي چې هغه تېرې كړي او ده ته به له هره ځایه مرګ راشي، حال دا چې هغه به مړ كېدونكى نه وي او د ده شا او مخې ته به ډېر سخت عذاب وي ابراهیم ۱۴:۱۷ ⧉
تفسیر:
له سخت تريخوالي، ګرموالي او بدبويۍ به د هغو د څښلو په وار وار تکلف کوي، په تېرولو به يې نه توانيږي، له سختې سزا سره د مخامخ کېدو له امله به له هر لوري مرګ ورته راځي، خو مري به نه چې آرامه شي، بلکې ژوندی به پاتې کيږي ترڅو سزا وګالي او مخ ته به يې بله سخته سزا نتظار کوي.