سوره ابراهیم (آیت 1)
لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.
14
ابراهیم(إبراهيم)، آیت ۱
الر ۚ كِتَابٌ أَنْزَلْنَاهُ إِلَيْكَ لِتُخْرِجَ النَّاسَ مِنَ الظُّلُمَاتِ إِلَى النُّورِ بِإِذْنِ رَبِّهِمْ إِلَىٰ صِرَاطِ الْعَزِيزِ الْحَمِيدِ
الف، لام، را، (دا) كتاب دى چې مونږ تا ته نازل كړى دى، د دې لپاره چې ته خلق له تیارو نه رڼا ته وباسې د دوى د رب په اذن سره، د ډېر غالب، ښه ستايل شوي ذات لارې ته (۱)
تفسیر
(الر) د دغه ډول تورو په اړه خبره د بقرې سورت په پيل کې تېره شوه، دغه قرآن اې رسوله چې تاته مو نازل کړی دی، ترڅو خلک له کفر، ناپوهۍ او لار ورکۍ څخه ايمان، پوهې او لارښوونې ته د الله تعالی په اراده او د هغه په مرسته د اسلام هغه دين ته را وباسې چې هغه د داسې برلاسي الله لار ده پر کوم چې هيڅوک نه شي برلاسی کېدلای چې هغه په هر څه کې ستايل شوی دی.
په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ
📖 د سورتونو ورته نومونه چې تاسو یې لټوئ: