سوره ابراهیم (آیت 26)
لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.
14
ابراهیم(إبراهيم)، آیت ۲۶
وَمَثَلُ كَلِمَةٍ خَبِيثَةٍ كَشَجَرَةٍ خَبِيثَةٍ اجْتُثَّتْ مِنْ فَوْقِ الْأَرْضِ مَا لَهَا مِنْ قَرَارٍ
او د خبیثې كلمې (چې د كفر كلمه ده) مثال د خبیثې (بدبويې) ونې دى چې د ځمكې له پاسه نه وېستل شوې وي، چې د هغې لپاره هېڅ قدر قرار نه وي (۲۶)
تفسیر
د شرک د پليتې کلمې بېلګه د هغې پليتې ونې غوندې ده، چې هغه د مرغوڼې( حنظل) ونه ده، له بېخه اېستل شوې ده، هغې لره نه پرځمکه ځای پرځای پاتې کېدل شته، او نه اسمان ته پورته کېدل، مري او بادونه يې پرې کوي؛ نو د کفر د کلمې پای له منځه تلل دي، د هغې د څښتن لپاره د الله لوري هيڅ ښه عمل نه پورته کيږي.
په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ
📖 د سورتونو ورته نومونه چې تاسو یې لټوئ: