سوره ابراهیم (آیت 28)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




14 ابراهیم(إبراهيم)، آیت ۲۸

أَلَمْ تَرَ إِلَى الَّذِينَ بَدَّلُوا نِعْمَتَ اللَّهِ كُفْرًا وَأَحَلُّوا قَوْمَهُمْ دَارَ الْبَوَارِ 28 ٢٨

ایا تا نه دي كتلي هغو كسانو ته چې په ناشكرۍ سره يې د الله نعمت بدل كړ او خپل قوم يې د هلاكت كور ته راكوز كړو (۲۸)

تفسیر
بېشکه تا له قريشو د هغه کسانو حال وليدئ چې پر الله او د هغه پر رسولانو يې کفر کړی کله يې چې د الله هغه انعام بدل کړ چې پر هغوی يې کړی و په حرم کې د ډاډ انعام او په هغوی کې د محمد صلی الله عليه وسلم د لېږل کېدو انعام دغه يې بدل کړل: د الله په نعمتونو په کفرکولو سره، کله يې چې هغه څه درواغ وګڼل چې هغه د خپل پالونکي لخوا ورسره راغلی و، له قومونو يې هغه کسان چې په کفر کې يې د هغوی پيروي وکړه د تباهۍ کورته ورکوز کړل.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ