سوره ابراهیم (آیت 30)
لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.
14
ابراهیم(إبراهيم)، آیت ۳۰
وَجَعَلُوا لِلَّهِ أَنْدَادًا لِيُضِلُّوا عَنْ سَبِيلِهِ ۗ قُلْ تَمَتَّعُوا فَإِنَّ مَصِيرَكُمْ إِلَى النَّارِ
او دوى د الله لپاره شریكان مقرر كړل، د دې لپاره چې د هغه له لارې نه (خلق) ګمراه كړي، ته (ورته) ووایه: تاسو نفع واخلئ، پس بېشكه ستاسو بېرته ورتله (د دوزخ) اور ته دي (۳۰)
تفسیر
او مشرکانو الله لره شريکان او سيالان وګرځول تر څو هغه څوک د الله له لارې لارورکی کړي چې د هغوی پيروي يې کړې وروسته تردې چې هغوی په خپله ترې لارورکي شوي دي، ای رسوله! هغوی ته ووايه: خوند واخلئ له هغو نفسي غوښتنو چې پکښې ياست او په دنيا کې د هغو نفسي غوښتنو له خپرولوڅخه، ځکه د قيامت په ورځ ستاسو ورګرځېدل اور ته دي له هغه پرته بل د ورګرځېدو ځای مو نشته.
په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ
📖 د سورتونو ورته نومونه چې تاسو یې لټوئ: