سوره ابراهیم (آیت 34)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




14 ابراهیم(إبراهيم)، آیت ۳۴

وَآتَاكُمْ مِنْ كُلِّ مَا سَأَلْتُمُوهُ ۚ وَإِنْ تَعُدُّوا نِعْمَتَ اللَّهِ لَا تُحْصُوهَا ۗ إِنَّ الْإِنْسَانَ لَظَلُومٌ كَفَّارٌ 34 ٣٤

او تاسو ته يې له هغو څیزونو نه چې تاسو هغه غوښتي، ځینې دركړي دي او كه تاسو د الله نعمتونه وشمېرئ (نو) تاسو به هغه ونشمېرلى شئ، بېشكه انسان خامخا ډېر ظلم كوونكى، ډېر ناشكره دى (۳۴)

تفسیر
او ټول هغه څه يې درکړل چې غوښتي مو وو او هغه څه چې غوښتي مو نه وو، که چېرې د الله نعمتونه وشمېرئ د هغو پر شمېر به ونه توانېږئ، د زياتوالي او بېلابېلوالي له امله يې، کوم چې يې تاسوته يادکړل، دا يې څو نمونې دي، بېشکه انسان پر ځان زيات ظلم کوونکی، د الله -چې هغه لره پاکي ده او لوړ دی - له نعمتونو زيات نټه کوونکی دی.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ