سوره ابراهیم (آیت 37)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




14 ابراهیم(إبراهيم)، آیت ۳۷

رَبَّنَا إِنِّي أَسْكَنْتُ مِنْ ذُرِّيَّتِي بِوَادٍ غَيْرِ ذِي زَرْعٍ عِنْدَ بَيْتِكَ الْمُحَرَّمِ رَبَّنَا لِيُقِيمُوا الصَّلَاةَ فَاجْعَلْ أَفْئِدَةً مِنَ النَّاسِ تَهْوِي إِلَيْهِمْ وَارْزُقْهُمْ مِنَ الثَّمَرَاتِ لَعَلَّهُمْ يَشْكُرُونَ 37 ٣٧

اى زمونږه ربه! بېشكه ما واوسول خپل ځینې بچي په داسې ناو (دره) كې چې د فصل والا نه دى، ستا د عزتمن كور په خوا كې، اى زمونږ ربه! د دې لپاره چې دوى لمونځ قايم كړي، نو ته د ځینو خلقو زړونه راوګرځوه، چې په مینې سره د دوى خوا ته راځغلي او ته دوى ته له مېوو ځنې روزي وركړه، د دې لپاره چې دوى شكر وباسي (۳۷)

تفسیر
ای زموږ پالونکيه! بېشکه ما مې ځينې اولاد، چې هغوی زما زوی اسماعيل او د هغه زامن دي په يو ناو ( مکه) کې ستا د درانه کور په ګاونډ کې ځای پرځای کړل، چې نه پکې کښت شته او نه اوبه، زما پالونکيه د هغه په ګاونډ کې مې ځای پرځای کړل، تر څو پکښې لمونځ وکړي؛ نو ای زماپالونکيه! د خلکو زړونه داسې وګرځوه چې هغوی ته او دغه ښار ته ور وشي او هغوی ته مېوې په روزۍ ورکړه په دې هيله چې پر هغوی ستا د لورېينې له امله ستا شکر وباسي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ