سوره ابراهیم (آیت 3)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




14 ابراهیم(إبراهيم)، آیت ۳

الَّذِينَ يَسْتَحِبُّونَ الْحَيَاةَ الدُّنْيَا عَلَى الْآخِرَةِ وَيَصُدُّونَ عَنْ سَبِيلِ اللَّهِ وَيَبْغُونَهَا عِوَجًا ۚ أُولَٰئِكَ فِي ضَلَالٍ بَعِيدٍ 3 ٣

هغه كسان چې دنيايي ژوند په اخرت باندې غوره ګڼي او د الله له لارې نه بندول كوي او په دې كې كوږوالى لټوي، دغه كسان په ډېرې لرې ګمراهۍ كې دي (۳)

تفسیر
هغه کسان چې د دنيا ژوند او په هغو کې ختمېدونکي نعمتونو ته لومړيتوب ورکوي پر آخرت او د هغو په تلپاتې نعمتونو، خلک د الله له لارې راګرځوي، په لار کې يې له حقه بدلون او اړول غواړي او له نېغوالي يې کوږوالی، ترڅو هيڅوک پرې ولاړ نشي، دغه کسان چې پر دغو صفتونو متصف دي له حق او سمې لارې په لرې لارورکۍ کې دي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ