سوره ابراهیم (آیت 43)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




14 ابراهیم(إبراهيم)، آیت ۴۳

مُهْطِعِينَ مُقْنِعِي رُءُوسِهِمْ لَا يَرْتَدُّ إِلَيْهِمْ طَرْفُهُمْ ۖ وَأَفْئِدَتُهُمْ هَوَاءٌ 43 ٤٣

چې منډې وهونكي به وي، د خپلو سرونو اوچت نیوونكي به وي، دوى ته به د خپلو سترګو رپول بېرته نه راګرځي، او د دوى زړونه به (له عقل او فهم نه) تش وي (۴۳)

تفسیر
کله چې خلک له قبرونو يې را پورته شي بلونکي ته منډې وهونکي وي، سرونه يې پورته نيولي وي له وېرې آسمان ته ګوري، هغوی ته يې سترګې نه ورګرځي، بلکې د هغه څه له وېرې شخې (سيخې) پاتې وي چې ويني به يې، زړونه يې خالي وي عقل پکښې نه وي او نه د حالت له وېرې پوهاوی وي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ