سوره ابراهیم (آیت 52)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




14 ابراهیم(إبراهيم)، آیت ۵۲

هَٰذَا بَلَاغٌ لِلنَّاسِ وَلِيُنْذَرُوا بِهِ وَلِيَعْلَمُوا أَنَّمَا هُوَ إِلَٰهٌ وَاحِدٌ وَلِيَذَّكَّرَ أُولُو الْأَلْبَابِ 52 ٥٢

دا (قرآن) د خلقو لپاره پېغام دى او د دې لپاره چې په ده سره خلق ووېرول شي او د دې لپاره چې دوى په دې پوه شي چې یقینًا همدا خبره ده چې هغه (الله) واحد (بې شریكه) حق معبود دى او د دې لپاره چې د خالصو عقلونو خاوندان نصیحت واخلي (۵۲)

تفسیر
دغه پر محمد صلی الله عليه وسلم نازل کړل شوی قرآن د الله لخوا خلکو ته يو اعلان دی، له هغې وېرونې او سخت وعيد څخه دې ووېريږي چې پکې دي او پوه دې شي چې په حقه معبود يوازې الله دی؛ نو د هغه عبادت دې وکړي له هغه سره دې هيڅوک نه شريکوي، د سالمو عقلونو څښتنان دې له دې پند او عبرت واخلي، ځکه هغوی داسې کسان دي چې له نصيحتونو او پندونو ګټه پورته کوي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ