سوره ابراهیم (آیت 5)
لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.
14
ابراهیم(إبراهيم)، آیت ۵
وَلَقَدْ أَرْسَلْنَا مُوسَىٰ بِآيَاتِنَا أَنْ أَخْرِجْ قَوْمَكَ مِنَ الظُّلُمَاتِ إِلَى النُّورِ وَذَكِّرْهُمْ بِأَيَّامِ اللَّهِ ۚ إِنَّ فِي ذَٰلِكَ لَآيَاتٍ لِكُلِّ صَبَّارٍ شَكُورٍ
او یقینًا یقینًا مونږ موسٰى په خپلو معجزو سره لېږلى و چې خپل قوم له تیارو نه رڼا ته راوباسه او دوى ته د الله د ورځو یادونه وكړه، بېشكه په دې كې خامخا د هر ښه صبر كوونكي، ډېر شكر كوونكي لپاره نښې دي (۵)
تفسیر
او بېشکه موسی مو ولېږه او پر داسې نښانو مو پياوړی کړ چې د هغه پر رېښتينولۍ دلالت کوي او دا چې هغه د خپل پالونکي لخوا لېږل شوی دی، هغه ته مو امر وکړ چې خپل قوم له کفر او ناپوهۍ څخه ايمان او پوهې ته راوباسي، امر مو ورته وکړ چې د الله هغه ورځې ور په ياد کړي چې په هغو کې يې لورېينه پرې کړې وه، په دغو ورځو کې د الله پر توحيد، لوی ځواک او پر مؤمنانو د لورېينې څرګند دلالتونه دي، دا هغه څه دي چې د الله پر پيروۍ صبرکوونکي او د هغه پر لورېينو او پېرزوينو تل شکراېستونکي ترې ګټه پورته کوي.
په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ
📖 د سورتونو ورته نومونه چې تاسو یې لټوئ: