سوره ابراهیم (آیت 8)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




14 ابراهیم(إبراهيم)، آیت ۸

وَقَالَ مُوسَىٰ إِنْ تَكْفُرُوا أَنْتُمْ وَمَنْ فِي الْأَرْضِ جَمِيعًا فَإِنَّ اللَّهَ لَغَنِيٌّ حَمِيدٌ 8 ٨

او موسٰى وويل: كه كافران شئ تاسو او هغه څوك چې په ځمكه كې دي، ټول، نو بېشكه الله خامخا ډېر بې پروا، ډېر ستايل شوى دى (۸)

تفسیر
او موسی خپل قوم ته وويل: ای زما قومه! که تاسو کفر وکړئ او ټول هغه څوک چې په ځمکه کې دي کفر وکړي؛ نو د کفر زيان پر تاسو درګرځي، ځکه الله په خپل ذات کې بې پروا دی، د خپل ذات له پلوه د ستايلو وړ دی، نه د مؤمنانو ايمان ګټه ورته رسوي او نه د کافرانو کفر زيان ورته رسوي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ