سوره الحجر (آیت 52)
لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.
15
الحجر(الحجر)، آیت ۵۲
إِذْ دَخَلُوا عَلَيْهِ فَقَالُوا سَلَامًا قَالَ إِنَّا مِنْكُمْ وَجِلُونَ
كله چې هغوى په ده ورننوتل، نو دوى وویل: (مونږ سلام وایو) سلام ویل: هغه وویل: بېشكه مونږ له تاسو څخه وېرېدونكي یو (۵۲)
تفسیر
کله چې هغوی راننوتل په هغه باندې، نو ویې ویل: سلام اچوو مونږ په تا، نو ابراهیم -علیه السلام- هغوی ته د هغوی د سلام نه په ښه طریقه سره جواب ورکړ، او هغوی ته یې وریت (سور) کړی سخی وړاندې کړ چې ویې خوري، نو یقینا هغه ګومان وکړ ګویا کې دوی انسانان دي، نو هر کله چې هغوی د دې نه خوراک ونه کړ، هغه ورته وویل: یقینا مونږ ستاسو څخه ویریدونکي یو.
په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ
📖 د سورتونو ورته نومونه چې تاسو یې لټوئ: