سوره الحجر (آیت 6)
لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.
15
الحجر(الحجر)، آیت ۶
وَقَالُوا يَا أَيُّهَا الَّذِي نُزِّلَ عَلَيْهِ الذِّكْرُ إِنَّكَ لَمَجْنُونٌ
او دوى وویل: اى هغه كسه چې په هغه باندې ذكر نازل كړى شوى دى! یقینًا ته خو لیونى يې (۶)
تفسیر
او د مکې له کافرانو نه به پیغمبر صلی الله علیه وسلم ته وییل: ای هغه سړیه چې نازل کړی شوی په هغه باندې قرآن -لکه څرنګه چې دا دعوه کوي- بیشکه ته ستا په دې دعوې کولو سره خامخا لیونی ئې او د لیونو په شان کارونه کوې.
په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ
📖 د سورتونو ورته نومونه چې تاسو یې لټوئ: