سوره النحل (مچۍ) (آیت 101)
لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.
16
النحل(النحل)، آیت ۱۰۱
وَإِذَا بَدَّلْنَا آيَةً مَكَانَ آيَةٍ ۙ وَاللَّهُ أَعْلَمُ بِمَا يُنَزِّلُ قَالُوا إِنَّمَا أَنْتَ مُفْتَرٍ ۚ بَلْ أَكْثَرُهُمْ لَا يَعْلَمُونَ
او كله چې مونږ یو ایت د بل ایت په ځاى كې بدل راوړو، او الله ښه پوه دى په هغه څه چې هغه يې نازلوي، دوى وايې: خبره همدا ده چې ته دروغ تړونكى يې، بلكې د دوى اكثره نه پوهېږي (۱۰۱)
تفسیر
او کله چې مونږ منسوخ کړو حکم د یو ایت د قرآن کریم د ایتونو څخه په بل ایت سره -او الله تعالی ښه پوهه دی په هغه څه چې نسخه کوي ئې د قرآن کریم نه د حکمت د وجې نه، او پوهه دی په هغه څه چې نه ئې نسخه کوي د قرآن کریم نه- وائې دوی: یقینا ته چې ئې -ای محمده- دروغ جوړوونکی ئې په الله تعالی باندې، بلکې ډیر د دوی څخه نه پوهیږي چې بیشکه دا نسخه چې ده دا د یو ستر الهي حکمت د وجې ده.
په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ
📖 د سورتونو ورته نومونه چې تاسو یې لټوئ: