سوره النحل (مچۍ) (آیت 102)
لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.
16
النحل(النحل)، آیت ۱۰۲
قُلْ نَزَّلَهُ رُوحُ الْقُدُسِ مِنْ رَبِّكَ بِالْحَقِّ لِيُثَبِّتَ الَّذِينَ آمَنُوا وَهُدًى وَبُشْرَىٰ لِلْمُسْلِمِينَ
ته ووایه: هغه ستا د رب له جانبه په حقه سره روح القدس (جبریل) نازل كړى دى، د دې لپاره چې هغه كسان ثابت او ټینګ كړي چې ایمان يې راوړى دى او د مسلمانانو د هدایت او زېري لپاره (۱۰۲)
تفسیر
ته ورته ووایه -ای پیغمبره-: راوړی دې قرآن لره جبریل علیه السلام د الله پاک له طرفه په ریښتیا سره داسې چې هیح خطایي، تبدیل او تحریف پکې نشته، د دې لپاره چې مضبوط کړي الله تعالی هغه کسان چې ایمان يې راوړی په الله تعالی په خپل ایمان باندې کله چې نوي څه رانازل شي، او یا ترې څه شی نسخه شي، او د دې لپاره چې لارښود شي د دوی لپاره د حق طرف ته، او زیری دی د مسلمانانو لپاره په هغو عزتمندو ثوابونو چې دوی به ئې حاصلوي.
په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ
📖 د سورتونو ورته نومونه چې تاسو یې لټوئ: