سوره النحل (مچۍ) (آیت 103)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




16 النحل(النحل)، آیت ۱۰۳

وَلَقَدْ نَعْلَمُ أَنَّهُمْ يَقُولُونَ إِنَّمَا يُعَلِّمُهُ بَشَرٌ ۗ لِسَانُ الَّذِي يُلْحِدُونَ إِلَيْهِ أَعْجَمِيٌّ وَهَٰذَا لِسَانٌ عَرَبِيٌّ مُبِينٌ 103 ١٠٣

او یقینًا یقینًا مونږ پوهېږو چې بېشكه دوى وايي: خبره همدا ده چې ده ته یو انسان ښوونه كوي، د هغه كس ژبه چې دوى هغه ته نسبت كوي؛ عجمي ده او دا (قرآن) واضحه عربي ژبه ده (۱۰۳)

تفسیر
او مونږ پوهیږو چې یقینا مشرکین وائې چې: یقینا محمد صلی الله علیه وسلم چې دی هغه ته قرآن کریم یو انسان ورښائي، او دوی په دې دعوه کې دروغجن دي، ځکه د هغه چا ژبه چې دوی ګومان کوي چې هغه ورته ښودنه کوي عجمي ده، او دا قرآن کریم خو نازل شوی په عربي واضحې ژبې باندې چې اوچت بلاغت لري، نو څرنګه دوی دا ګومان کوي چې یقینا دې دا قرآن کریم د یو عجمي نه اخیستلی؟!

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ