سوره النحل (مچۍ) (آیت 106)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




16 النحل(النحل)، آیت ۱۰۶

مَنْ كَفَرَ بِاللَّهِ مِنْ بَعْدِ إِيمَانِهِ إِلَّا مَنْ أُكْرِهَ وَقَلْبُهُ مُطْمَئِنٌّ بِالْإِيمَانِ وَلَٰكِنْ مَنْ شَرَحَ بِالْكُفْرِ صَدْرًا فَعَلَيْهِمْ غَضَبٌ مِنَ اللَّهِ وَلَهُمْ عَذَابٌ عَظِيمٌ 106 ١٠٦

هغه څوك چې په الله سره كافر شو د خپل ایمان له راوړلو نه پس، غیر له هغه كس نه چې زور پرې وكړى شي، په دې حال كې چې د هغه زړه په ایمان سره مطمئن وي۔ او لېكن هغه څوك چې په كفر سره خپله سینه فراخه كړي، نو په دغو خلقو باندې د الله له جانبه غضب دى او د دوى لپاره ډېر لوى عذاب دى (۱۰۶)

تفسیر
چاچې کفر وکړو په الله تعالی باندې وروسته د ایمان نه مګر هغه څوک چې زور پرې وکړی شي په کفر باندې نو په ژبه د کفر کلمه ووایي او زړه ئې په ایمان باندې کلک وي او د هغه په حقیقت باندې یقین لري، لیکن چاچې سینه کولاو کړه کفر ته نو په ایمان باندې یې غوره کړ او په خپله رضا سره يې د کفر کلمه وویله نو دا کس د اسلام نه اوختونکی دی او په دوی باندې د الله تعالی غضب دی او دوی لره دردناک عذاب دی.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ