سوره النحل (مچۍ) (آیت 108)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




16 النحل(النحل)، آیت ۱۰۸

أُولَٰئِكَ الَّذِينَ طَبَعَ اللَّهُ عَلَىٰ قُلُوبِهِمْ وَسَمْعِهِمْ وَأَبْصَارِهِمْ ۖ وَأُولَٰئِكَ هُمُ الْغَافِلُونَ 108 ١٠٨

دا همغه كسان دي چې الله د دوى په زړونو او د دوى په غوږونو او د دوى په سترګو باندې مهر لګولى دى او همدغه كسان غافلان دي (۱۰۸)

تفسیر
دغه کسان چې د دین نه په اوختلو سره موصوف دي دا هغه کسان دي چې الله تعالی د دوی په زړونو باندې مهر لګولی نو په نصیحت نه پوهیږي، او د دوی په غوږونو یې مهر وهلی نو د فایدې اخیستلو اوریدل پرې نشي کولی، او د دوی په سترګو پردې دی نو هغه نښي پرې نه ویني چې په ایمان دلالت کوي، او هم دوی بې پروا دي د نیکبختۍ او بدبختۍ د سببونو نه، او د هغه عذاب نه چې دوی لره الله تعالی تیار کړی.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ