Landscape MP4 Vertical MP4

سورت النحل — آیت 108 (پښتو) — ویډیو

النحل • آیت نمبر 108 (ټولې 128 آيتونه) • پښتو


أُولَٰئِكَ الَّذِينَ طَبَعَ اللَّهُ عَلَىٰ قُلُوبِهِمْ وَسَمْعِهِمْ وَأَبْصَارِهِمْ ۖ وَأُولَٰئِكَ هُمُ الْغَافِلُونَ 108
ترجمه:
دا همغه كسان دي چې الله د دوى په زړونو او د دوى په غوږونو او د دوى په سترګو باندې مهر لګولى دى او همدغه كسان غافلان دي النحل ۱۶:۱۰۸
تفسیر:
دغه کسان چې د دین نه په اوختلو سره موصوف دي دا هغه کسان دي چې الله تعالی د دوی په زړونو باندې مهر لګولی نو په نصیحت نه پوهیږي، او د دوی په غوږونو یې مهر وهلی نو د فایدې اخیستلو اوریدل پرې نشي کولی، او د دوی په سترګو پردې دی نو هغه نښي پرې نه ویني چې په ایمان دلالت کوي، او هم دوی بې پروا دي د نیکبختۍ او بدبختۍ د سببونو نه، او د هغه عذاب نه چې دوی لره الله تعالی تیار کړی.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ النحل • آیت 107 راتلونکې النحل • آیت 109