سوره الفرقان (بیلونکی) (آیت 31)
لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.
25
الفرقان(الفرقان)، آیت ۳۱
وَكَذَٰلِكَ جَعَلْنَا لِكُلِّ نَبِيٍّ عَدُوًّا مِنَ الْمُجْرِمِينَ ۗ وَكَفَىٰ بِرَبِّكَ هَادِيًا وَنَصِيرًا
او همداسې مونږ د هر نبي لپاره له مجرمانو څخه دښمنان ګرځولي وو او ستا رب ډېر كافي دى، سمه لار ښوونكى، او ښه مدد كوونكى (۳۱)
تفسیر
ای رسوله! لکه څنګه چې ته د خپل قوم لخوا له کړاو او له خپلې لارې د ايسارولو سره مخ شوې، همدارنګه مو له مخکېنيو انبياوو څخه د هر نبي لپاره د هغه له ګناهکار قوم څخه دښمن ګرځولی و، پالونکی دې د لارښوونکي په توګه بسنه کوي چې حق ته لارښوونه کوي او د مرستندوی په توګه بسنه کوي چې د دښمن پر خلاف دې مرسته کوي.
په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ
📖 د سورتونو ورته نومونه چې تاسو یې لټوئ: