سوره النحل (مچۍ) (آیت 10)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




16 النحل(النحل)، آیت ۱۰

هُوَ الَّذِي أَنْزَلَ مِنَ السَّمَاءِ مَاءً ۖ لَكُمْ مِنْهُ شَرَابٌ وَمِنْهُ شَجَرٌ فِيهِ تُسِيمُونَ 10 ١٠

دى همغه ذات دى چې تاسو لپاره يې له بره نه اوبه نازلې كړې دي، له هغو څخه مشروب دى او له هغو څخه ونې (واښه) هم دي چې په هغو كې تاسو (څاروي) څروئ (۱۰)

تفسیر
هغه الله تعالی خاص هغه ذات دی چې رالیږلي يې دي په تاسو باندې د وریځو نه اوبه، ستاسو لپاره د دې اوبو نه څښاک دی چې تاسو يې ترې هم څښئ او ستاسې څاروي يې ترې هم څښي، او بعضي د دې نه هغه دي چې په دې سره ستاسې ونې او بوټي رازرغونیږي هغه چې تاسو پکې خپل څاروي څروئ.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ