سوره النحل (مچۍ) (آیت 110)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




16 النحل(النحل)، آیت ۱۱۰

ثُمَّ إِنَّ رَبَّكَ لِلَّذِينَ هَاجَرُوا مِنْ بَعْدِ مَا فُتِنُوا ثُمَّ جَاهَدُوا وَصَبَرُوا إِنَّ رَبَّكَ مِنْ بَعْدِهَا لَغَفُورٌ رَحِيمٌ 110 ١١٠

بیا بېشكه ستا رب د هغو كسانو لپاره چې هجرت يې كړى دى وروسته له دې چې په فتنه كې واچول شول، بیا يې جهاد كړى دى او صبر يې كړى دى، بېشكه ستا رب له دې نه پس خامخا ښه مغفرت كوونكى، بې حده رحم كوونكى دى (۱۱۰)

تفسیر
بیا وروسته له دې نه ستا رب -ای پیغمبره- خامخا بخنه کوونکی او مهربانی دی په کمزورو ګڼل شویو مومنانو هغوی چې د مکې مکرمې نه یې مدینې منورې ته هجرت کړی و کله چې دوی ته مشرکینو عذاب ورکړی و او دوی یې په خپل دین کې په امتحان کړی وو تر دې چې دوی د کفر کلمه وویله او حال دا چې زړونه یې په ایمان باندې کلک وو، بیا یې د الله تعالی په لار کې جهاد وکړ د دې لپاره چې د الله تعالی د دین کلمه اوچته شي، او د کافرانو کلمه ټيته شي، او په دې لار کې یې په تکلیفونو باندې صبر هم وکړ، یقینا ستا رب وروسته د دې فتنې څخه چې دوی پرې اخته شوی وو، او د هغه عذاب څخه چې دوی ته پرې عذاب ورکړل شوی وو تر دې چې د کفر کلمه یې وویله؛ خامخا بخنه کوونکی دی دوی ته، مهربانه دی په دوی باندې، ځکه چې دوی د کفر کلمه نه وه ویلې مګر د زور د وجې نه.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ