هغه ورځ چې هر كس به په داسې حال كې راځي چې د خپل نفس له طرف نه به جګړه كوي او هر نفس ته به پوره وركړى شي هغه څه چې ده كړي دي، په دې حال كې چې په دوى به ظلم ونه كړى شي (۱۱۱)
تفسیر
او یاده کړه -ای پیغمبره- هغه ورځ چې را به شي هر یو انسان د خپل ځان باره کې به جګړه کوي، نه د بل چا لپاره د حالاتو د سختوالي او غټوالي د وجې نه، او پوره پوره به ورکړی شي هر یو نفس ته بدله د هغه کار چې دې کړي وي د خیر او شر نه، او په دوی به ظلم نشي کیدلی په کموالی د نیکیو د دوی نه، او نه په زیاتوالي د بدیو په دوی باندې.