سوره النحل (مچۍ) (آیت 112)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




16 النحل(النحل)، آیت ۱۱۲

وَضَرَبَ اللَّهُ مَثَلًا قَرْيَةً كَانَتْ آمِنَةً مُطْمَئِنَّةً يَأْتِيهَا رِزْقُهَا رَغَدًا مِنْ كُلِّ مَكَانٍ فَكَفَرَتْ بِأَنْعُمِ اللَّهِ فَأَذَاقَهَا اللَّهُ لِبَاسَ الْجُوعِ وَالْخَوْفِ بِمَا كَانُوا يَصْنَعُونَ 112 ١١٢

او الله د یو كلي مثال بیانوي چې د امن والا (او) اطمينان والا و، دغه (كلي) ته به د هغه رزق له هره ځایه پرېمانه راته، نو دغه كلي د الله د نعمتونو ناشكري وكړه، نو الله په دغه كلي باندې د لوږې او وېرې لباس وڅكاوه په سبب د هغو عملونو چې دوى به كول (۱۱۲)

تفسیر
او بیان کړی الله تعالی مثال د یو کلي والاو -چې هغه مکه وه- چې هغوی په امن کې وو نه ویریدل، په اطمینان کې وو حال دا چې د هغوی نه ګیرچاپیره به خلک تختول کیدل، راته به دې کلي ته رزق په ارامه او اسانۍ سره د هر ځای نه، نو دوی ناشکري وکړه د الله تعالی په نعمتونو او شکر یې ادا نه کړ، نو الله تعالی دوی ته د دې په بدل کې ولږه او سخته ویره ورکړه چې د دوی په بدنونو ویره او خواروالی او بېکاري ښکاره شوه، تر دې چې دا ولږه او ویره د دوی د تن جامې شوې په سبب د هغه کفر او دروغ ګڼلو چې دوی همیشه کول.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ