سوره ق (آیت 45)
لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.
50
ق(ق)، آیت ۴۵
نَحْنُ أَعْلَمُ بِمَا يَقُولُونَ ۖ وَمَا أَنْتَ عَلَيْهِمْ بِجَبَّارٍ ۖ فَذَكِّرْ بِالْقُرْآنِ مَنْ يَخَافُ وَعِيدِ
مونږ ښه پوه یو په هغو خبرو چې دوى يې وايي، او ته په دوى باندې هېڅ زور كوونكى نه يې، نو ته په قرآن سره هغه چا ته پند وركړه چې زما له وعید (او عذاب) نه وېرېږي (۴۵)
تفسیر
موږ په هغه څه ښه پوهېږو چې دغه درواغ ګڼونکي يې وايي، او ای رسوله! ته پر هغوی مسلط نه يې چې پر ايمان يې مجبور کړې، ته يوازې د هغه څه رسوونکی يې چې الله يې د رسولو امر درته کړی دی، نو په قرآن هغه چاته يادونه کوه - چې وېرېږي - زما د هغه ګواښ چې د کافرانو او ګناهکارانو لپاره دی، ځکه وېرېدونکی هغه څوک دی چې پند اخلي او نصيحت حاصلوي کله چې نصحيت ورته وشي.
په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ
📖 د سورتونو ورته نومونه چې تاسو یې لټوئ: