نو تاسو خورئ له هغو (خوراكونو) نه چې تاسو ته الله دركړي دي، چې حلال، پاكيزه دي او تاسو د الله د نعمتونو شكر وباسئ كه چېرې تاسو خاص د هغه عبادت كوئ (۱۱۴)
تفسیر
نو خورئ تاسې -ای بندګانو- د هغې روزۍ نه چې الله پاک تاسې ته درکړې هر هغه شي چې حلال وي او د هغه خوړل د پاکو شیانو د جنس څخه وي، او د الله تعالی شکر ادا کړئ په هغو نعمتونو چې په تاسې یې کړي داسې چې اقرار په دې نعمتونو خاص الله تعالی ته وکړئ او د هغه په خوشحالۍ کې یې ولګوئ، که چیرته تاسې یواځې د هغه بندګي کوئ او د هغه سره څوک نه شریکوئ.