سوره النحل (مچۍ) (آیت 115)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




16 النحل(النحل)، آیت ۱۱۵

إِنَّمَا حَرَّمَ عَلَيْكُمُ الْمَيْتَةَ وَالدَّمَ وَلَحْمَ الْخِنْزِيرِ وَمَا أُهِلَّ لِغَيْرِ اللَّهِ بِهِ ۖ فَمَنِ اضْطُرَّ غَيْرَ بَاغٍ وَلَا عَادٍ فَإِنَّ اللَّهَ غَفُورٌ رَحِيمٌ 115 ١١٥

همدا خبره ده چې هغه پر تاسو باندې حرامه كړې ده مرداره او وینه او د خنزیر غوښه او هغه چې په هغه باندې د غیرالله لپاره اواز پورته كړى شوى وي، نو هغه څوك چې مجبوره شي، په دې حال كې چې نه ظالم وي او نه (له حده) تجاوز كوونكى وي، نو بېشكه الله ډېر بخښونكى، بې حده رحم كوونكى دى (۱۱۵)

تفسیر
الله تعالی حرام کړي په تاسې باندې د خوراکي شیانو څخه هغه چې مړ شوی وي پغیر د ذبحه کولو نه کوم حیوانات چې ذبحه کیږي، او وینه بهیدونکې، او د خنزیر ټول غړي، او هغه چې یو کس ذبحه کړی وی غیر الله ته د نزدیکت لپاره، او دا حراموالی په تحقیق سره د اختیار په حالت کې دی، نو که چالره مجبور کړ ضرورت خوراک د دې شیانو ته، نو خوراک ئې ترې وکړ داسې چې دې حرامو ته رغبت کوونکی نه و د دې د حرمت د وجې نه، او نه تیرېدونکی و د ضرورت د اندازې نه؛ نو پدې باندې څه ګناه نشته، یقینا الله تعالی بخښنه کوونکی دی، بخې دې ته هغه حرام چې دې خوړلي وي، مهربانه دی په دې باندې کله چې ئې دې لره د ضرورت په وخت کې دا شیان حلال کړي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ