سوره النحل (مچۍ) (آیت 116)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




16 النحل(النحل)، آیت ۱۱۶

وَلَا تَقُولُوا لِمَا تَصِفُ أَلْسِنَتُكُمُ الْكَذِبَ هَٰذَا حَلَالٌ وَهَٰذَا حَرَامٌ لِتَفْتَرُوا عَلَى اللَّهِ الْكَذِبَ ۚ إِنَّ الَّذِينَ يَفْتَرُونَ عَلَى اللَّهِ الْكَذِبَ لَا يُفْلِحُونَ 116 ١١٦

او په دې وجه چې ستاسو ژبې دروغ بیانوې تاسو دا مه وایئ چې دا حلال دى او دا حرام دى، د دې لپاره چې تاسو په الله باندې له ځانه دروغ جوړ كړئ، بېشكه هغه كسان چې په الله باندې دروغ تپي، هغوى به خلاصى ونه مومي (۱۱۶)

تفسیر
او تاسې مه وایئ -ای مشرکینو- د هغې وجې نه چې بیانوي یې ژبې ستاسې د دروغو نه په الله تعالی باندې: چې دا شی حلال دی، او دا شي حرام دی؛ په دې هدف چې تاسې جوړوئ په الله تعالی باندې دروغ په حراموالي د هغه څه چې هغه نه وي حرام کړي، او یا په حلالوالي د هغه څه چې هغه نه وي حلال کړي، یقینا هغه کسان چې جوړوي په الله تعالی باندې دروغ هیڅکله نشي کامیابیدلی په خپل مقصد باندې، او نشي بچ کیدلی د هغه څه نه چې دوی ترې ویریږي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ