سوره النحل (مچۍ) (آیت 118)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




16 النحل(النحل)، آیت ۱۱۸

وَعَلَى الَّذِينَ هَادُوا حَرَّمْنَا مَا قَصَصْنَا عَلَيْكَ مِنْ قَبْلُ ۖ وَمَا ظَلَمْنَاهُمْ وَلَٰكِنْ كَانُوا أَنْفُسَهُمْ يَظْلِمُونَ 118 ١١٨

او په هغو كسانو باندې چې یهودیان شوی دي، مونږ حرام كړي دي هغه څه چې مونږ تا ته له دې نه مخكې بیان كړي دي او مونږ پر هغوى باندې ظلم نه دى كړى او لېكن هغوى وو چې په خپلو ځانونو يې ظلم كاوه (۱۱۸)

تفسیر
او په ځانګړې توګه په یهودیانو باندې مونږ حرام کړي هغه څه چې مونږ بیان کړي په تا باندې (لکه د سورت انعام په ۱۴۶ نمبر ایت کې)، او مونږ په دوی باندې په دې حراموالي سره ظلم نه دی کړی، بلکې دوی وو چې ظلم یې کاوه په خپلو ځانونو کله چې دوی د سزا او د عذاب کارونه کول، نو مونږ دوی لره د دوی د سرکشۍ په وجه بدله ورکړه، نو د سزا په ډول مو په دوی باندې دا شیان حرام کړل.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ