سوره النحل (مچۍ) (آیت 125)
لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.
16
النحل(النحل)، آیت ۱۲۵
ادْعُ إِلَىٰ سَبِيلِ رَبِّكَ بِالْحِكْمَةِ وَالْمَوْعِظَةِ الْحَسَنَةِ ۖ وَجَادِلْهُمْ بِالَّتِي هِيَ أَحْسَنُ ۚ إِنَّ رَبَّكَ هُوَ أَعْلَمُ بِمَنْ ضَلَّ عَنْ سَبِيلِهِ ۖ وَهُوَ أَعْلَمُ بِالْمُهْتَدِينَ
ته د خپل رب لارې ته په حكمت سره او ښكلي نصیحت سره بلنه كوه او له دوى سره په هغې طریقې سره مجادله (مباحثه) كوه چې هغه تر ټولو ښه وي، بېشكه ستا رب (چې دى) هغه ښه پوه دى په هغه كس چې د هغه له لارې نه ګمراه شوى دى او هغه ښه پوه دى په لار موندونكو باندې (۱۲۵)
تفسیر
دعوت کوه -ای پیغمبره- د اسلام دین ته ته او هغه څوک چې ستا تابعداري یې کړې د مومنانو څخه مناسب د دعوت کوونکې د حال سره او د هغه د پوهې او غاړې کیښودلو سره او په وعظ سره چې زیری او ویره پکې وي، او جواب ورکړه دوی ته په هغې طریقې چې هغه ډیره غوره وي په اعتبار د وینا او فکر او طریقې سره، نو نشته په تا باندې هدایت د خلکو، بلکې په تا باندې رسول د دین دی، یقینا ستا رب هغه ډیر پوهه دی په هغه چا چې هغه بې لارې شوی وي د اسلام د دین نه، او هغه ډیر پوهه دی په هدایت موندونکو، نو ته خپل ځان مه مړ کوه په دوی باندې د غم او خفګان له وجې نه.
په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ
📖 د سورتونو ورته نومونه چې تاسو یې لټوئ: