سوره النحل (مچۍ) (آیت 12)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




16 النحل(النحل)، آیت ۱۲

وَسَخَّرَ لَكُمُ اللَّيْلَ وَالنَّهَارَ وَالشَّمْسَ وَالْقَمَرَ ۖ وَالنُّجُومُ مُسَخَّرَاتٌ بِأَمْرِهِ ۗ إِنَّ فِي ذَٰلِكَ لَآيَاتٍ لِقَوْمٍ يَعْقِلُونَ 12 ١٢

او هغه مُسخَّره كړې ده تاسو لپاره شپه او ورځ او لمر او سپوږمۍ۔، او ستوري د هغه په حكم سره مسخر دي، بېشكه په دغو كې خامخا ډېرې نښې دي د هغو خلقو لپاره چې له عقل نه كار اخلي (۱۲)

تفسیر
او مسخر کړی الله تعالی تاسې لره شپه د دې لپاره چې په هغې کې استراحت او ارام وکړئ، او ورځ يې درله مسخر کړې چې تاسو په دې کې هغه څه وکړئ چې تاسې پرې زندګي کوئ، او مسخر کړی يې دی ستاسې د فایدې لپاره لمر، او هغه يې د ډیرې رڼا والا ګرځولی، او سپوږمۍ يې هم او هغه ئې د لږې رڼا والا ګرځولی، او ستوري هم ټول تابع کړی شوي د هغه په امر قدري، په دې سره تاسو لار معلوموئ په تیارو د وچې او دریاب کې، او په دې سره تاسې وختونه معلوموئ او نورې فایدې پرې هم اخلئ، یقینا د دې ټولو مخلوقاتو په مسخر کولو کې خامخا ښکاره دلیلونه دي د الله تعالی په قدرت باندې د هغه قوم لپاره چې د خپلو عقلونو نه کار اخلي، نو خاص دوی هغه کسان دي چې په دې حکمت باندې پوهیږي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ