سوره النحل (مچۍ) (آیت 13)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




16 النحل(النحل)، آیت ۱۳

وَمَا ذَرَأَ لَكُمْ فِي الْأَرْضِ مُخْتَلِفًا أَلْوَانُهُ ۗ إِنَّ فِي ذَٰلِكَ لَآيَةً لِقَوْمٍ يَذَّكَّرُونَ 13 ١٣

او (مسخر كړي يې دي) هغه څه چې تاسو لپاره يې په ځمكه كې پیدا كړي دي، په داسې حال كې چې رنګونه يې مختلف دي، بېشكه په دوى كې یقینًا لویه نښه ده د هغو خلقو لپاره چې نصیحت قبلوي (۱۳)

تفسیر
او مسخر کړي ئې دي ستاسې لپاره هغه څه چې په ځمکه کې يې پیداکړي د هغه څه نه چې رنګونه يې مختلف دي د معدنونو او حیواناتو او نباتاتو او کښتونو څخه، یقینا په دې بیان شویو مخلوقاتو او مسخر شویو شیانو کې خامخا ښکاره دلیل دی د الله پاک په قدرت باندې د هغه قوم لپاره چې عبرت اخلي، او پدې پوهیږي چې بیشکه الله تعالی قدرت لرونکی او انعام کوونکی دی.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ