سوره النحل (مچۍ) (آیت 14)
لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.
16
النحل(النحل)، آیت ۱۴
وَهُوَ الَّذِي سَخَّرَ الْبَحْرَ لِتَأْكُلُوا مِنْهُ لَحْمًا طَرِيًّا وَتَسْتَخْرِجُوا مِنْهُ حِلْيَةً تَلْبَسُونَهَا وَتَرَى الْفُلْكَ مَوَاخِرَ فِيهِ وَلِتَبْتَغُوا مِنْ فَضْلِهِ وَلَعَلَّكُمْ تَشْكُرُونَ
دى همغه ذات دى چې سمندر يې مسخر كړى دى، د دې لپاره چې تاسو له هغه نه تازه غوښه وخورئ او له هغه نه ګاڼه (زېورات) راوباسئ چې تاسو يې اغوندئ او ته په ده كې بېړۍ وینې، چې اوبه څيرونكې وي او د دې لپاره چې تاسو د هغه فضل طلب كړئ او د دې لپاره چې تاسو شكر وباسئ (۱۴)
تفسیر
او هغه الله پاک داسې ذات دی چې تابع کړی يې دی ستاسو لپاره دریاب، نو تاسو ته يې توفیق درکړی په هغه کې د سورلئ کولو او د راویستلو د هغه څه چې په دې کې دي؛ د دې لپاره چې وخورئ تاسې د هغو ماهیانو څخه چې تاسو يې ښکار کوئ غوښه تازه او نرمه، او راوباسئ د دې نه اسباب د ښایست چې تاسو يې هم اغوندئ او ستاسې زنانه يې هم اغوندي لکه د ملغلرې، او وینې ته کښتۍ چې د دریاب چپي څیروي، او تاسې په دې کښتیو کې سپریږئ لپاره د لټولو د مهربانۍ د الله تعالی چې د سوداګرۍ د ګټې نه په لاس راځي، او امید دی چې تاسې به د الله تعالی د نعمتونو شکر ادا کړئ، او یواځې د هغه به بندګي وکړئ.
په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ
📖 د سورتونو ورته نومونه چې تاسو یې لټوئ: