سوره النحل (مچۍ) (آیت 22)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




16 النحل(النحل)، آیت ۲۲

إِلَٰهُكُمْ إِلَٰهٌ وَاحِدٌ ۚ فَالَّذِينَ لَا يُؤْمِنُونَ بِالْآخِرَةِ قُلُوبُهُمْ مُنْكِرَةٌ وَهُمْ مُسْتَكْبِرُونَ 22 ٢٢

ستاسو حق معبود یو معبود دى، نو هغه كسان چې په اخرت ایمان نه راوړي د هغوى زړونه منكر دي او دوى تكبر كوونكي دي (۲۲)

تفسیر
حقدار د بندګۍ ستاسې په حق سره هغه یو معبود دی چې هیڅ شریک ورله نشته او هغه الله تعالی دی، او هغه کسان چې ایمان نه راوړي په دویم ځل راژوندي کیدلو د بدلې لپاره، زړونه د دوی انکار کوونکي دي د الله تعالی یووالي لره ځکه چې دوی ویره نه لري، نو دا ایمان نه لري په حساب کتاب او نه په سزا باندې، او دوی لویي کوونکي دي حق نه قبلوي، او نه ورته غاړه ږدي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ